| |
د حاجي ګك د اوسپنې زيرمه
|

|
|
د حاجې ګك نقشه چې د اوسپنې لرونكې تيږو زيرمې راپه ګوته كوي |
|
كه څه هم د اوسپنې منرلايزيشن په هغه پټۍ كې چې له هراته تر پنجشير سينده ۶۰۰ كيلومتره اوږده غزيدلې ده په تيت او پرك ډول تر سترګو شوي دي، خو په افغانستان كې د اوسپنې داوكسايډ ډيرې ښې زيرمې د كابل د لويديز په ۱۰۰ كيلومترۍ د باميان په ولايت كې پرتې دي، دا اوسپنه لرونكي جوړښتونه د پروټروزوييك دورې د رسوبي او آتشفشاني تيږو په لړۍ كې شتون لري.
دا زيرمه ۳۲ كيلومتره اوږد غزيدلى ده چې ۱۶ بيلابيل زونونه لري چې له ۵ كيلومترو څخه اوږده، له ۳۸۰ مترو سورور او په ځمكه كې تر ۵۵۰ مترو پورې ژور پراته دي، او تراوسه پورې اووه يې په تفصيل سره مطالعه شوي دي. كانې ډبرې په دوه ډوله اصلي او اكسيدايزډ ډول موندل شوې دي. اصلي تيږي (د زيرمې ۸۰%) له ۱۳۰-۱۰۰متره ژورې پرتې دي چې د مګنيټايټ او پيرايټ ترڅنګ نورو سلفايډونو لكه كالكاپيرايټ هم پكې شته، او په اوسط ډول ۶۱،۳% اوسپنه، ۵% سلفايډ او ۰،۰۵% فاسفورس لري، پاتې ۲۰% اوكسيډايزډ تيږې دي چې د ۶۲،۸% اوسپنې په لرلو له دري ډوله هيماتيټيك كاڼو څخه تشكيل شوې دي. ددې زيرمې منرلايزيشن د مګماتيزم د دورې اوليګاسنس ته رسيږي او باور دى له جوړښتي پلوه كنټرول شوى وي.
د روسانو د اټكل له مخې ددې زيرمې اندازه ۱۷۰۰ ميګا ټنه ده، خو د ځمكې مخ ته نژدې د اكسيدايزډ ډبرو د سپړنو له مخې دا اندازه ۸۵ ميګا ټنه اټكل شوې ده (د A-C2 كتګورۍ). په ۱۹۷۲ كال كې د زيرمې ازمايشي كتنه د فرانسي- جرمني د يوه ګډ ګروپ له خوا په كار واچول شوه، چې د يوې لوړې بټۍ جوړول هم پكې شامل وو. (لوړه بټۍ هغه بټۍ ده چې له كاني كاڼو څخه د فلزاتو په ځانګړې توګه د اوسپنې د ترلاسه كولو په موخه كارول كيږي او د ډبروسكاره پكې كارول كيږي).
دې زيرمې ته نژدې د دره صوف د ډبرو سكرو د كان موجوديت له امله دا يو اغيزمن وړانديز و.
|
| د حاجې ګك د زيرمو په اړه نور تفصيلات په آن لاين توګه په (PDF — 5,181 KB, 76 pages) كې ترلاسه كولاى شئ، |
|
|
| تازه خبرې |
|
|
|
| فرصتونه |
|
- په كانو وزارت كې د ګمارنې او داوطلبۍ اعلانونه
|
|
| د فلزاتو نرخ |
|
|
|
| خبرليك |
|
|
|
| نوم لیکنه در رسنیو خپرونو لپاره |
| |
|